د خوراکي توکو مرسته
الفه افغانستان خیریه مؤسسې د خپلې بشردوستانه دندې په دوام، د بېوزلو او اړمنو کورنیو لپاره د ابتدایه غذایي موادو مرستې ترسره کړې.
یادې مرستې د دې لپاره وې چې له سختو اقتصادي شرایطو سره مخ کورنیو ته اسانتیا برابره شي او د هغوی د ژوند بنسټیزې اړتیاوې پوره شي.
الفه افغانستان خیریه مؤسسه د هېواد له ټولو خیرښو خلکو، سوداګرو او شتمنو وروڼو او خویندو څخه غوښتنه کوي چې د خیر په دې لاره کې ورسره همکاري وکړي، څو د لا زیاتو اړمنو کورنیو لاسنیوی وشي.
راځئ، په ګډه د انسانیت، ورورولۍ او همدردۍ پیغام ژوندی وساتو.
Email Us:ulfahafghanistan@gmail.com
WhatsApp:+93788401386






